د افغانستان د متشبثینو ملي مشورتي بورډ غونډه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۸:۲۶
د افغانستان د متشبثینو ملي مشورتي بورډ غونډه

چهارشنبه مورخ ۱۳ جمادی الثانی ۱۴۴۵ / ۶ مرغومی ۱۴۰۲

د افغانستان متشبثینو ملي مشورتي بورډ غونډه دصنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ د دغه بورډ د غړو په ګډون جوړه شوه.

په پیل کې دافغانستان دملي متشبثینو د ملی مشورتي بورډ محترمو غړو له دغه بورډ سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ له فعالیتونو او همکاریو مننه وکړه، د خپلو فعالیتونو او بهر کې په نندارتونونو کې د ګډون په اړه یې معلومات وړاندې کړل، د کراچۍ بندر، بانکونو او صنفی جوازونو په اړه دوی خپلې ستونزي او ننګونې شریکې کړې.

دصنعت سوداګرۍ  وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ خصوصي سکتور د افغانستان داسلامي امارت مټ وباله او ویې ویل: اسلامي امارت د صنعت له ودې ملاتړ کوی او د خصوصي سکټور په اړه ښه نظر  او باور لرو چې د هېوا  پرمختګ لاره د فابریکو جوړول او د کرنې سکتور پياوړي کول دي.

ښاغلي عزیزي د افغانستان د متشبثینو دملي مشورتي بورډ د غړو د اندېښنو په اړه وویل: موږ له ستونزو خبر یو او هڅه کوو چې د کراچۍ بندر ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS