د افغانستان د سوداګرۍ دملی پالیسۍ د نقشې او میکانیزم لومړۍ تخنیکي او مشورتي غونډه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۵:۴۰
د افغانستان د سوداګرۍ دملی پالیسۍ د نقشې او میکانیزم لومړۍ تخنیکي او مشورتي غونډه

پنج‌شنبه د وری ۱۹ مه ۱۴۰۰

د افغانستان د سوداګرۍ دملی پالیسۍ د تطبیق دلارې نقشه او میکانیزم غونډه، د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او د خصوصي سکتور پراختیا لپاره د اجرایوي کمیټې (پرایسیک) استازو په ګډون د عبدالمجید زابلی د غونډوپه  تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې ، د افغانستان د سوداګرۍ ملي پالیسۍ د پلي کولو لپاره د لارې نقشې او میکانیزم مسودې په هکله، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ د ملی پالیسۍ  د پراختیا اوتطبیق ریاست لخوا برابره شوې ده خبرې اترې وشوې.

همدا رازد افغانستان سوداګرۍ ملی پالیسي د لارې نقشې او میکانیزم کې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور دخیلو لوریو خپل نظرونه د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره شریک کړل.

د  سوداګرۍ ملی  پالیسي، د سوداګرۍ د ملاتړو پالیسیو څخه یوه ده چې په 2019 کې جوړه شوې او د پلی کولو لپآره يې ۲۰۱۹ - ۲۰۲۳ کلونه اټکل شوي دي.

دا تګلاره د بازار اقتصادي ودې پربنست رامنځته شوې ده چې اصلي موخه يې د اقتصادي ودې ،کاري فرصتونو رامینځته کولو او د غربت کمولو پروسې ګړندي کول دي، یاده مسوده به د دې تګلارې په  غوره او اغیزمن ډول پلي کولو کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS