د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي په وچه کې د نړۍ له تر ټولو ستر بندر څخه لیدنه وکړه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۸:۵۵
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي په وچه کې د نړۍ له تر ټولو ستر بندر څخه لیدنه وکړه

شنبه ۱۶ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۸ تله ۱۴۰۳

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍد قزاقستان الماتا ته د افغانستان د خصوصي او دولتي سکتور د ګډ پلاوي د رسمي سفر په دوهمه ورځ، دولتي پلاوي نن شنبه د روان لمریز کال د تلې( میزان) په ۲۸ مه نېټه په وچه کې د نړۍ تر ټولو ستر بندر او دنړۍ له آزادې سیمې چې په یاد هېواد کې واقع دی، او هلته له روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.

د "خارگوس" بندر چې په وچه کې د نړۍ پر تر ټولو ستر بندر مشهور دی، د چین او قزاقستان هېوادونو تر مینځ پروت دی چې د چین د یوه کمربند او یوه لار لویه پروژه هم له دغه لارې څخه په تېریدو د اروپا له لویې وچې سره نښلي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور یوه ګډ پلاوي تېره ورځ د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون د جوړولو، د قزاقستان هېواد له دولتي چارواکو سره د لیدلو، سوداګریزو ناستو او ګڼو نورو پرواګرامونو په موخه، د قزاقستان هیواد پخوانۍ پلازمینې آلماتا ښار ته سفر کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS