د اطاقونو د تنظیم د چارو په قانون کې دوړاندیز شوې طرحې څیړنه

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۴:۴۰
د اطاقونو د تنظیم د چارو په قانون کې دوړاندیز شوې طرحې څیړنه

شنبه : دمرغومي ۶مه ۱۳۹۹

د اطاقونو د تنظیم د چارو په قانون کې دوړاندیز شوې طرحې د څیړنې غونډه دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ تر سره شوه.

په دغه غونډه کې داطاقونودتنظیم، قانون دتعدیل لپاره وړاندیز شوې طرحه وڅیړل شوه او په غوڅ اکثریت سره دتایید وړ وګرځیده.

دیادولو وړده چې په یاده غونډه کې دافغانستان داطاقونو دفدراسیون ریس ښاغلي محمد اسماعیل غضنفر،دمعدن او صنایعو خونې ریس شیرباز کمین زاده، دمېرمنودصنایعو او سوداګرۍ خونې دعامل پلاوي ریسه آغلې منیژې وافق،دسوداګرۍ او پانګونې خونې دمالي پلاوي ریس شیر آغا سخي،دکرنې او مالدارۍ خونې مدیره پلاوي ریس خان محمد فروتن،دهټیوالو او کسبګرو خونې مدیره پلاوي ریس نورالحق عمري،په افغانستان کې دنړیوالې سوداګرۍ خونې دعامل پلاوي ریس حجت الله فضلي،په کابل کې دنړیوالې سوداګرۍ دمرکزاجرایي ریس عبدالقدیر بهمن او د اړونده نهادونو یو شمېر استازو برخه اخیستې وه.

په غونډه کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې داطاقونو په قانون کې یې دتعدیل موخه داده چې په افغانستان کې دصنعت او سوداګرۍ دپراختیا په موخه یوه واحده او ملي برنامه رامنځته کړي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې ددې ګام په اخیستلو سره غواړي، دصنعت او سوداګرۍ وزارت، داطاقونو دفدراسیون او دافغانستان دسکتوري اطاقونو ترمنځ دګډې او دوامداره همکارۍ زمینه برابره کړي.

د اطاقونو د تنظیم د چارو قانون له دې وړاندې څو څو ځله دصنعت او سوداګرۍ وزارت، عدلیې وزارت دفدراسیون داطاقونو داستازو او سکتوري اطاقونو داستازو لخوا تر بحث او تعدیل لاندې نیول شوی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS