د اتاقونو د تنظیم په قانون کې د تعدیل وړاندیز

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۲۰:۲۲
د اتاقونو د تنظیم په قانون کې د تعدیل وړاندیز
سه شنبه د لیندۍ ۲۵مه 1399
د اتاقونو د تنظیم په قانون کې د تعدیل د وړاندیزپه اړه دصنعت او سوداګرۍ وزارت درهبرۍ په مشرۍ غونډه تر سره شوه.
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ په یاده غونډه کې د عدلیې وزارت استازي، د افغانستان د خونو د فدارسیون استازي،د سوداګرۍ او پانګونې د خونې استازي،د صنایعو او معادنو د خونې استازي د میرمنو د صنایعو او سوداګرۍ خونې د استازي ، د زارعت او مالدارۍ د خونې استازي،د هټیوالو او کسبګرو د خونې استازي او د افغانستان نړیوالې سوداګرۍ خونې د استازي ګډون کړی وو.
دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د اتاقونو د تنظیم په قانون کې د تعدیل وړاندیز څخه هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا وزارت د هیواد د نافذه قوانینو او خصوصي سکتور غوښتنو ته په پام سره په یاد قانون کې د تعدیل لپاره په ګډه کار پیل کړی دی.
ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطاقونو په چارو کې د تعدیل د قانون په طرحه کې دهمغږۍ رول لري او د صنعت ، عدلیې او خصوصي سکتور سره همکاري کوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ، د خونو استازو او د عدلیې وزارت ترمینځ ګډ کار روان دی ترڅو د دې خونو د چارو تنظیم کونکی قانون تعدیل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS