دچرګانو دغوښې له اړخه دخوست ولایت پرځان بسیاینه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۵:۵۶
دچرګانو دغوښې له اړخه دخوست ولایت پرځان بسیاینه

چهارشنبه ۳ مرغومي لومړۍ ۱۳۹۹

په خوست ولایت کې د چرګانو دغوښې دفارمونو مسولین وایي چې په دغه ولایت کې دورځې له ۱۰ تر ۱۵ زره کیلو ګرامه دچرګانو غوښه تولیدوي، چې په دې سره دخوست ولایت له دې اړخه پرځان بسیا شوی دی.

دا مهال په خوست ولایت کې دغوښینو چرګانو ۱۱۰۰فارمونه فعالیت کوي او خپل تولیدات ګاونډیو ولایتونو، پکتیکا او پکتیا ته دخرڅلاو په موخه استوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، دخوست ولایت اوسېدونکو، خپله داړتیا وړ دچرګانو غوښه له پاکستان هېواد څخه واردوله.

بلخوا بیا دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري دچرګانو غوښې دتولید له لوري، دخوست ولایت دپرځان بسیاینې څخه دهرکلي ترڅنګ وویل چې دچرګانو دغوښې دتولید په برخه کې یې دملاتړ کړنلاره جوړه کړې، چې دیادې کړنلارې پرمټ به یاد سکتور په دې برخه کې د دولت په ملاتړ پرځان بسیاینې ته ورسیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS