دپاکستان دلومړي وزیردسوداګریزوچارو له مشاوراو دسوداګرۍ له وزیرسره دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیرلیدنه

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۴:۱۰
دپاکستان دلومړي وزیردسوداګریزوچارو له مشاوراو دسوداګرۍ له وزیرسره دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیرلیدنه

سه‌شنبه : دلړم ۶ مه ۱۳۹۹

دهغې سفر له مخې چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دیوه لوړ رتبه پلاوي په ملتیا پاکستان ته کړی، نن یې ددغه هېواد دلومړي وزیر دسوداګریزو چارو له مشاوراو ددغه هېواد دسوداګرۍ له وزیر، ښاغلي عبدالرزاق داوود سره وکتل اوددواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزو راکړو ورکړو او ترانزیټي اسانتیاو خبرې وکړې.

په دغه سفرکې دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیرښاغلي غوریاني سره، دپاکستان په چاروکې دولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمردواودزي،دافغانستان دفدراسیون خونومرستیال خان جان الکوزي،او دخصوصي سکتوریو شمېر استازو ملتیا کوله.

دغه ګډ پلاوي له پاکستان سره دافغان سوداګرو په ترانزیټي ستونزو دخبرو ترڅنګ، پریکړه وکړه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت داستازو، دهېواد له سوداګروڅخه جوړشوی یو تخنیکي ټیم دې دپاکستان دسوداګرۍ له وزارت سره وګوري او د دواړوهېوادونو ترمنځ دې دترانزیټي او سوداګریزوستونزو په اړه خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS