دهېواد په لویدیځ کې دښځودصنعت او سوداګرۍ خونې دنوې ودانۍ پرانیسته

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۹:۶
دهېواد په لویدیځ کې دښځودصنعت او سوداګرۍ خونې دنوې ودانۍ پرانیسته

پنجشنبه : دلیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۹

په هرات ولایت کې دښځودصنعت او سوداګرۍ خونې نوې ودانۍ له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ هرات ولایت ته دصنعت او سوداګرۍ وزارت دوزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني له سفر سره هممهاله پرانیستل شوه.

په دغو مراسمو کې چې دولسي جرګې یو شمېراستازو،دافغانستان دپانګونې اوسوداګرۍ،معدن او صنایعوخونو استازو،ګډون کړی وو، ښاغلي غوریاني په ټول هېواد کې دصنعت کارو او سوداګرو مېرمنو څخه دافغانستان داسلامي جمهوریت له ملاتړ څخه ډاډ ورکړ.

ښاغلي غوریاني په ډاګه کړه چې په نږدې راتلونکي کې به په هرات ولایت کې ددغه وزارت لخوا د دایمي نندارتون سیمه هم جوړه شي او په هغې کې به دصنعت کارو مېرمنو تولیدات نندارې ته وړاندې شي.

په ورته وخت کې په لویدیځ کې دمېرمنو دصنعت او سوداګرۍ خونې ریسې آغلې رومینا عثماني د ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني او دصنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ له ملاتړ څخه دمننې ترڅنګ وویل یاد ملاتړ کولای شي په هېواد کې داقتصادي پراختیا زمینه برابره کړي.

دیادولو وړ ده چې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي غوریاني، هرات ولایت ته دصنعت کارو او سوداګرو دستونزو او ننګونو دڅیړلو په موخه سفرکړی او دیاد سفر په ترڅ کې به دهرات ولایت له صنعتي ښارګوټي څخه هم لیدنه وکړي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS