دهېواد دمحصولاتو لپاره به په جدي ډول بازار موندنه تر سره شي

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۵:۱۵
دهېواد دمحصولاتو لپاره به په جدي ډول بازار موندنه تر سره شي

شنبه: دکب ۲مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په بهر هېوادونو کې ددغه وزارت له میشتو اتشو سره دیوه ویډیو کنفرانس له لارې وویل چې دنړۍ او سیمې په هېوادونو کې د افغاني محصولاتو لپاره به په بازارموندنه جدي کار تر سره شي.

ښاغلي غوریاني له سوداګریزو اتشو څخه غوښتنه وکړه چې په هر هېواد کې دنده تر سره کوي باید دافغاني محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي، تر څو په راتلونکي کال کې دافغاني صادراتو کچه لوړه شي.

په دغه ویډیویي کنفرانس کې په بهرنیو هیودانو کې میشتو اتشو ته دبازارموندنې تګلاره هم معرفي شوه او ښاغلي غوریاني یې پر پلي کیدو ټینګار وکړ.

دیادونې وړ ده چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسیمې او نړۍ په هېوادونو کې سوداګریزې اتشې ګمارلي او دهغوی دنده داده چې دتولیدي محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي او تر څنګ یې دپانګونې پر راجلبولو کې هم فعالیت تر سره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS