دهرات په صنعتي ښارګوټي کې دپنځو تولیدي فابریکو پرانیسته

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۹:۱۲
دهرات په صنعتي ښارګوټي کې دپنځو تولیدي فابریکو پرانیسته

پنجشنبه: دلیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۹

په هرات ولایت کې پنځو تولیدي فابریکو دلږ تر لږه ۲۰ میلیونو امریکایي ډالرو په لګښت په بيلابلیو برخو کې خپل تولیدات پیل کړل.

ددغو فابریکو دپرانیستې په مراسمو کې چې دهرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې پرانیستل شوې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني، دهرات ولایت والي ښاغلي سید عبدالوحید قتالي، دولسي جرګې یو شمې غړو، دافغانستان دسوداګرۍ او پانګونې ، معدن او صنایعو خونې غړو او ملي سوداګروګډون کړی وو.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي غوریاني وویل چې په هېواد کې له صنعتکارو څخه ملاتړ یې په کاري لومړيتونو کې دی او زیاته یې کړه چې په پانګونه کې دخصوصي سکتور ډیره ونډه په هېواد کې دکار ډیروالی او داوزګارتیا دستونزې دله منځته تلو لامل کیږي او دامنیتي وضیعیت دښه کېدو لپاره زمینه برابروي

ښاغلي غوریاني، هرات ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ، داعتماد سولرتولیدي شرکت،دمروارید ډبروشرکت،دخواجه عبدالله انصاري دپروفیل او المونیم شرکت، دهرات دمرمر ډبروشرکت او دنګین دانه شرکتونو پرانیسته وکړه .

دیادولو وړ ده چې په یادو شرکتونو کې په سلګونو تنه دیاد ولایت اوسیدونکي په کار ګومارل شوي دي همداراز، دا مهال دهرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې ۳۰۰ تولیدي فابریکې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS