دهرات او نیمروز ولایتونو دسوداګرۍ خونو له ریسانو سره دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست وزیر لیدنه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۶:۶
دهرات او نیمروز ولایتونو دسوداګرۍ خونو له ریسانو سره دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست وزیر لیدنه

چهارشنبه: دلړم ۱۴ مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دهرات ولایت دسوداګرۍ خونو له ریس ښاغلي یونس قاضي زاده، دنیمروز ولایت دسوداګرۍ خونو له ریس ښاغلي حاجي عبیدالله نورزي او ورسره پلاوي سره دیاد وزارت دکنفرانسونو په تالار کې وکتل او ددغو دواړو ولایتونو دسوداګرو په ستونزو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دحقوقي چارو ریس اودصنعت او سوداګرۍ چارو سرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار هم ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې دنیمروز او هرات ولایتونو دسوداګرۍ خونو ریسانو هریوه، ښاغلي یونس قاضي زاده او حاجی عبیدالله نورزي دهېواد په لویديځ کې له ګاونډیو هېوادونو سره دترانزیټ، په چابهار بندر کې دسوداګرو دبانکي معاملاتو،له ترکمنستان هېواد څخه هرات ولایت ته دنفتي توکو او مایع ګاز د وارداتواو دهرات ولایت دصنعتي پارک دبریښنا پر ستونزو دوزارت له رهبرۍ سره خبرې اترې وکړې.

په پای کې دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ددوی ستونزې په غور سره واورېدلې او زیاته یې کړه چې دیادو ستونزو دحل په موخه ګامونه اوچت شوي او له اړونده ارګانونو سره هم دیادو ستونزو دلیرې کېدلو لپاره کارکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS