دملی ترانزیټ دکمیټې غونډه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۵:۰
دملی ترانزیټ دکمیټې غونډه

چهارشنبه  دوری ۱۸ مه  ۱۴۰۰

د ملی ترانزیټ دکمیټې غونډه د صنعت او سوداګریزو چارومرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شا په مشرۍ د دولتې بنسټونو، خصوصی سکتور د استازو او ملی ترانزیټ د کمیټې د غړو په ګډون د دې وزارت د عبدالمجید زابلي د غونډو په تالار کې ترسره شوه .

 په پیل کې د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه ووېل: افغانستان د سیمې د ترانزیټ څلورلارده، د ترانزیټ معیارې کولو، د هیواد سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرولو لپاره د یوې بشپړې تګلارې جوړول اړین وه چې اوس دا تګلاره جوړه شوې ده .

ښاغلي بن شاه زیاته کړه ، دافغانستان د ملی ترانزیټ تګلار د نړیوالو معیارونو سره سمه جوړه شوې چې په  کې د  دې کمیټې  دغړو مکلفیتونه هم ټاکل شوي دي.

د ملي ترانزیټ تګلاره د ترانزیت او سوداګرۍ پورې اړوند د مختلفو اقتصادي شاخصونو په درجه بندۍ کې د افغانستان دموقعیت ښه کولو ، اړونده  نړیوالو بازارونو ته د افغان سوداګرو لاسرسي ، د توکو د لیږد بدیلو ترانزیتې او ترانسپورتې لارو لپاره د اسانتیا رامینځته کولو، د بندرونو او ګمرکونو له لارې اړینو اسانتیاوې رامنځته کولو په موخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا جوړه شوې ده .

په دغې غونډه کې ،د ملي ترانزیت د کمیټې غړو هم په هیواد کې د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د خپلو ادارو اساسي مسئولیتونو او مکلفیتونو باندې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS