دصنعت او سوداګرۍ وزارت او رابعه بلخي او ادراک خصوصي پوهنتونو تر منځ د دوو هوکړه لیکونو لاسلیک

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۰:۷
دصنعت او سوداګرۍ وزارت او رابعه بلخي او ادراک خصوصي پوهنتونو تر منځ د دوو هوکړه لیکونو لاسلیک

پنجشنبه: دسلواغې ۲۳ مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزارت او دوو خصوصي پوهنتونو ، ادراک او رابعه بلخي ترمنځ دعلمي همکاریو دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په دغو مراسمو کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني، دادراک پوهنتون رییس دوکتورعبدالمتین ادراک، درابعه بلخي پوهنتون ریس محمدظاهر زارع او یو شمیر نورو علمي شخصیتونو ګډون کړی وو.

په یادو مراسمو کې ښاغلي غوریاني وویل چې دیادو هوکړه لیکونو لاسلیک به وکولای شي چې ددې وزارت دکارکوونکو دظرفیت لوړونې په برخه کې به دلیدو وړپرمختګ رامنځته شي او ترڅنګ به یې په دې وزارت کې دخصوصي او دولتي پوهنتونونو فارغان هم جذب شي.

ښاغلي غوریاني د دواړو پوهنتونونو څخه وغوښتل چې دخپلو پوهنتونونوپه اډانه کې دصنعت او سوداګرۍ برخې اړوند نوي څانګې رامنځته کړي اوپه راتلونې کې وکولای شي چې د دولتي او خصوصي سکتور اړتیاوې بشپړې کړي.

بل پلو درابعه بلخي او ادراک پوهنتونونو ریسانو دیادو هوکړه لیکونو دلاسلیک څخه دمننې تر څنګ وویل چې هیله مند دي ددوی تر منځ دهمکارۍ روحیه پیاوړې او دمتن اړوند ژمنو باندې دعملی کیدو ټینګار یې وکړ.

دیادوکړه لیک له مخې به دصنعت او سوداګرۍ وزارت او دواړو پوهنتونونو تر منځ دنویو سوداګریو دپیل، دخلاقو مفکورواو کارموندنې پیژندنه ، دپوهنتونونو دمحصلینو ترمنځ درقابتي سیالیو پر لاره اچول، دنویو پیل شویو سوداګریو په اړه دمحصلینو ظرفیت لوړونه، او په هېواد کې دکارموندنې دفرهنګ بنسټیزه کول شامل دي.

په پای کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبرۍ او ددواړو پوهنتونونو ریسانو دیادو هوکړه لیکونو دژمنو پر پلي کیدو دهمکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS