دسوداگرۍ په نړیوال سازمان کې دهند له سودا گریز سیاست څخه دافغانستان ملاتړ

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۱
دسوداگرۍ په نړیوال سازمان کې دهند له سودا گریز سیاست څخه دافغانستان ملاتړ

سه شنبه : دمرغومې ۳۰ مه ۱۳۹۹

د نړیوال سوداګرۍ سازمان غړو د هندوستان د سوداګرۍ د اوومې پالیسۍ د بیاکتنې پرمهال د هند د سوداګرۍ او اقتصادي پالیسیو ، دهر ائخیز والِ له مخې د هند له هلو ځلو ستاینه وکړه.

په نړیوال سوداګریزسازمان کې د افغانستان دایمي استازي او سفیر ښاغلي سید رامین زیوري ، په خپله بیانیه کې چې په دې سرمشریزه کې وړاندې شوه ، د اقتصادي ودې ، د نړۍ په صادراتو او وارداتو کې د ونډې د ډیروالي،اقتصادي ودې پورې اړوند شاخصونو کې د زیاتوالی ،دغه هیواد ته د نړیوال بانک درتبه بندۍ دورکولو ، نوښت او لوژستیکي اجراتوپه شاخص کې د زیاتوالي له کبله مبارکي وویله.

ښاغلي زیوري د هند د څو اړخیزه سوداګرۍ سیسټم لاندې د سوداګرۍ آزادولو لپاره د هند له ژمنو څخه ستاینه وکړه او په ۲۰۱۶ کال کې یې د سوداګرۍ د اسانتیا وو تړون د لاسلیک کولو پراهمیت یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د سوداګرۍ د اسانتیا وو په برخه کې يې یو لړ اقدامات ترسره کړي.

زیوري د هند او افغانستان تر منځ د دوستانه اړیکو پر اهمیت او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه د یوه لوی ظرفیت پرشتون باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان د نړیوال سازمان د قواعدو پر اساس د آزادې څو اړخیزه سوداګرۍ سیستم په ساتلو کې د نورو هیوادونو تر منځ د هند پر رول ټینګار کوي.

د یادونې وړ ده چې د هند استازو د افغانستان د سوداګرۍ له تګلارو څخه د دوی له ملاتړنه مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS