دروژې په میاشت کې به دخوراکي توکونرخونه ثابت پاتې شي

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۴:۲۸
دروژې په میاشت کې به دخوراکي توکونرخونه ثابت پاتې شي

سه‌شنبه : د وري ۱۷ مه ۱۴۰۰

له بی کیفیته اجناسواو تاریخ تیرو اجناسوڅخه دمخنیوي کمیسیون، اړونده  دولتي ادارو او خصوصي سکتور په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ، د شيدو او غوښو په ګډون د لبني محصولاتو ته دمناسب لاسرسي ډاډ ترلاسه کولو لپاره ، ګډ پلاوی د کابل په بازارونو کې د خوړوله  بازارونو څخه لیدنه وکړه.

په کابل کې د خوراکي توکو له بازارونو څخه د کمیسیون د لیدنې پرمهال،د خوراکي توکو شرکتونو او واردوونکو ډاډ ورکړ چې په مارکیټونوکې  په  کافي اندازه خوراکي مواد شتون لري او زیاتوي چې نرخونه به همداسې ثابت پاتې وي.

یادوشرکتونو دا ژمنه هم وکړه چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې به د خوراکي توکو ، په ځانګړي توګه د لبنیاتو نرخونه راکم شي.

د کابل د خوراکي توکوله  بازار څخه  د کمیسیون د لیدنې پرمهال ۱۵ قلمه جنسونو لکه ژاولې ، سیلینټي ، کافي ، کوکو، کیچپ او میګي اش چې شرکتونه یې صحي سند او د تخلف اسناد نه لري ،د وارد کونکو شرکتونو څخه د راتلونکې اونۍ چهارشنبه پورې، دوی ته فرصت ورکړل شوی ترڅو اړین اسناد وسپاري.

همدارنګه، د دې شرکتونو له استازي څخه وغوښتل شول ترڅو د یادو توکو کیفیت ډاډمن کولو لپاره اړوند اسناد وړاندې کړي ، او که اړتیا وي، نو د دې توکو څخه نمونه اخیستل کیږي او د کیفیت لپاره د عامې روغتیا وزارت ته لیږل کیږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ، چې د کمیسیون مشري کوي ، ځینې وختونه د اړوندو دولتي ادارو او خصوصي سکتور د استازو په شتون کې د عمده پلور خوراکي بازارونو څخه لیدنه کوي ترڅو په بازار کې د خواړو شتون او د کیفیت کنټرول تضمین کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS