دبلخ ولایت دامیرعلي شیر نوایي دصنعتي پارک دسرکونو جوړولو دپروژې پرانیسته

شنبه: دوري ۲۸ مه ۱۴۰۰
په بلخ ولایت کې د امیر علي شیر نوایي صنعتي پارک د سرکونود جوړولو پروژه د بلخ د والي مرستیال سید محسن سادات ، د صنعتي پارکونو او صنعتي چارو رییس او د بلخ خصوصي سکتور استازو په حضورکې پرانیستل شوه.
د دې پروژې دپرانیستې مراسم چې د بلخ ولایت د کنفرانسونو په تالار او د بلخ ولایت د امیر علي شیرنوایي صنعتي پارک کې جوړه شوې وه دبلخ ولایت سرپرست او داداري او مالي چارو مرستیال ښاغلي خپلواک وویل چې صنعتي پارکونه دهېواد په اقتصادي وده او کارموندنې په برخه کې خورا اغیزمن دي.
د بلخ صنعتي پارکونو عمومي رییس سید محسن سادات د یادې پروژې د پرانیستې په اړه وویل چې د امیر علي شیر نوایي دصنعتي پارک په ۹،۹کیلو مټره سرک ۹۰ ملیونه افغانۍ لګښت راځي او ددغه وزارت له انکشافي بودجې څخه ورکول کیږي، چې دبشپړیدو چارې به یې په ۹ میاشتو کې ددملي انکشاف دشرکت لخوا تر سره شي .
دیادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه پانګوالو او صنعتکارانو ته د لازمو اسانتیاو د برابرولو په موخه د هېواد په ۵ ولایتونو کې د ۵ صنعتي پارکونو د اساسي زیربناوو د جوړولو تړون د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک کړی دی.