دافغانستان درباتيکو نجونو پرتولیدي صنايعو پانګونه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۳:۳۷
دافغانستان درباتيکو نجونو پرتولیدي صنايعو پانګونه

سه شنبه: دمرغومي 2یمه 1399

دافغانستان درباتيکو نجونو دلاسته راوړنو او ابتکارونو څخه لیدنه او ستاينه تر سره شوه.

په ياده غونډه کې دصنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نثار احمد غورياني وويل چې خصوصي سکتور چمتو دی چې دافغانستان درباتيکو نجونو دډلې پر توليداتو پانګونه کوي.

يادې ډلې تر دې دمه ديوشمېر توليداتو تر څنګ دمصنوعي تنفس دستګاه, رنګ پيژندونکي او فلز موندونکي رباتونه , دميکروب له منځه وړونکې الکترونيکي دستګاه او دمصنوعي هوښ درلودونکي ګيمونه جوړ کړي دي.

دياد نندارتون له پرانيستې وروسته ښاغلي غورياني وويل چې له خصوصي پانګوالو غواړي چې ديادې ډلې پر لاسته راوړنو او ابتکارونو پانګونه وکړي او زياته يې کړه چې دصنعت اوسوداګرۍ وزارت يې هم تر څنګ ولاړ دی او ددوی لپاره دبازار موندنې په برخه کې هر ډول مرسته کوي.

ديادولو وړ ده چې ښاغلي غورياني ديادې ډلې دلا هڅونې په موخه له دوی سره 10زره امریکایي ډالره مرسته وکړه.

په دغه غونډه که کې دولسي جرګې يو شمېر استازو, دخصوصي او دولتي سکتور استازو او يو شمېر بهرنيو اړونده ادارو له يادې ډلې سره خپل ملاتړ اعلان کړ.

دافغانستان درباتيکو نجونو ډله چې دهرات ولايت ديو شمېر ځوانو نجونو لخوا رامنځته شوې ده دامریکا دمتحده ايالتونو دمصنوعي هوښ دنړيوالې سيالۍ پر مهال یې بريا په تر لاسه کولو شهرت وموند او په دې سره يې دافغانستان داسلامي جمهوریت دلوړ پوړو چارواکو او يو شمېر بهرنيو ادارو ملاتړ هم ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS