دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دګمرکي همکاریو دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۹:۵۸
دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دګمرکي همکاریو دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو

چهار شنبه: دلړم ۷مه ۱۳۹۹

دافغانستان او پاکستان ترمنځ دګمرکي همکاریو هوکړه لیک دپاکستان د ګمرکونودبورد لخوا دافغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او دخصوصي سکتورداستازو په حضور کې لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک، چې دپاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې کې لاسلیک شو،له مخې به یې ددواړوهېوادونو ترمنځ دګمرکي همکاریو اړیکې لاپسې پیاوړې شي .

ددغه تړون په مراسمو کې دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي غوریاني دافغان سوداګرو ۲۱ مورده ستونزې دپاکستان دګمرکونوله بورد سره یادې کړې، کومې چې ډیری یې دپاکستان په ګمرکونو پورې اړوندیږي، او ددغو ستونزو دژر حل کېدو غوښتونکی شو.

په فزیکي ډول دافغان سوداګرو دمالونو سکن، په کراچۍ، غلام خان،او انګور اډه کې د WEBOC سیستم نشتوالی، دګمرکي محصول په تحویل کول کې ځنډ، دسوداګرو لپاره په کارونو کې نه پاملرنه او په کراچۍ بندر کې داسنادونو په اجرا کولو کې ځنډ، دهغو ۲۱ مواردو څخه وو چې ښاغلي غوریاني دپاکستان دګمرکونو له بور سره مطرح کړل.

دافغانستان او پاکستان ترمنځ دیاد هوکړه لیک پربنسټ به ګمرک ته تر رسیدو وړاندې د محمولې په اړه معلومات وړاندې کیږي،دګمرکي ارقامو او معلوماتو راکړه ورکړه او پر دې سر بېره به دواړه لوري په اړونده برخه کې خپلې تجربې شریکوي او دظرفیتونو په لوړولو به هم کار کوي. دپاکستان دګمرکونو دبورد پلاوي ژمنه وکړه چې دیادو ستونزو په حل کې به هیڅ راز مرستې ونه سپموي او ددواړو هېوادونو دګمرکونو دهمکارۍ په موخه به ګړندي ګامونه اوچت کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS