د  ۷۰۰ کورنیو سره مرسته

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۷ - ۱۱:۳
د  ۷۰۰ کورنیو سره مرسته

شنبه: د وری ۲۷مه ۱۴۰۱ 

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت  ۷۰۰ تنو کارکوونکو ته د لومړیو خوراکې توکومرستې وویشل شوې.

دغه مرستې چې د څلویښت زره ډالرو په ارزښت اوړه، غوړي  او وریجې  په کې شاملې  وي، د نشنل فیول شرکت  د رئیس ښاغلي مایل خیرخواه له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر کارکوونکو وویشل شوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د مرستو د ويش پر مهال وويل،چې د وګړو په وضعیت کې بیلتون دهرې ټولنې نه بېلېدونکى برخه ده،په اسلامي ټولنه کې شتمن خلک د ديني لارښوونو له مخې په سخاوت سره د خپلو وروڼو لاس نیوی کوي، هغه مرستې چې نن وویشل کیږي د اسلام په مبارک دین کې دهمکارې او همدردۍ له مهمو نمونو څخه دی.

د دغه وزارت کارکوونکو له یاد سوداګر څخه د مننې ترڅنګ له نورو سوداګرو غوښتنه وکړه چې  د روژې په مبارکه میاشت کې  داړمنو هیواد والو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS