تر واحد چتر لاندې دجوازونو دويش دلومړنۍ طرحې غونډه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۷:۲۱
تر واحد چتر لاندې دجوازونو دويش دلومړنۍ طرحې غونډه
پنجشنبه دکب 7مه 1399
تر واحد چتر لاندې دجوازونودويش طرحې دوړاندې کولو لومړنۍ غونډه چې ياده طرحه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دثبت مرکزي او فکري مالکيتونو درياست لخواجوړه شوې د وړاندې کونکو دولتي نهادونو داستازو دخصوصي سکتور دپراختيا کميټې (پرايسيک) په ګډون دولسمشرۍ ماڼۍ دلومړي مرستيال په دفتر کې ترسره شوه
دغه طرحه دجوازونو دتوپير دراټيټولو , انسجام,دجوازونو دويش غوره مديريت,ددولت دعوايدو ډيروالی , کيفيت, مصونيت او روڼتيا په موخه جوړه شوې ده
دياوني وړ ده چې په دې طرحه کې دجواز کليشه يي ځانګړتياوې , کاغذ, رنګ او ډيزاين , لاسليک, منځپانګه, دجوازز نمبر, دجواز مراجع او دهغې دمعياري کولو ځانګړتياوې په پام کې نيول شوي دي
په ياده غونډه کې ګډونوالو دثبت مرکزي اوفکري مالکيتونو له ادارې څخه دمننې ترڅنګ خپل نظرونه هم شريک کړل او هر ډول همکارۍ ته يې خپل چمتو والی وښود

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS