تاجکستان  ته  دافغانستان د دولتي_خصوصي سکتور  پلاوي د سفر د همغږۍ غونډه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۰:۳
تاجکستان  ته  دافغانستان د دولتي_خصوصي سکتور  پلاوي د سفر د همغږۍ غونډه

سه شنبه: د غويې ۲۱مه ۱۴۰۰

 تاجکستان جمهوری هیواد  ته د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت ـــ خصوصي سکتور  پلاوي د سفر دهمغږۍ غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ، دولتي ادارو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون ترسره شوه .

 په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ــــ  د خصوصي سکتور پلاوی ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ د تاجکستان هیواد  دوشنبه ښار ته د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادې اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه رسمي سفر ولری.

په دې ناسته کې د خصوصي سکتور او دولتي ادارو تر منځ په لا همغږۍ ، د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي ، سوداګریزې ترانزیټي او صنعتي همکاریو د پراخوالې په څرنګوالي ، د افغانستان او تاجکستان د خصوصي سکتور تر منځ په مستقیمو خبرو اترو بحث ترسره شو.

په پام کې ده چې په دې سفر کې  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت خصوصي سکتور پلاوی، د تاجیکستان جمهوریت دخصوصي سکتورپلاوي سره د ساختماني سکتور، خوراکې توکو ، خفیفه صنایعو، ، ماشین جوړولو، کمیاوي صنایعو ، صادراتو، وارداتو او نورو اړوندو مسائیلو خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS