بهرنیو هېوادونو ته دتالک ډبرې د صادراتوبیا ځلي پیلېدل

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۷:۴۳
بهرنیو هېوادونو ته دتالک ډبرې د صادراتوبیا ځلي پیلېدل

پنج‌شنبه: دغوایي ۱۶مه ۱۴۰۰

بهرنیو هېوادونو ته  د تالک ډبرې دصادراتو پروسه بیا پیل شوه. د ننګرهار ولایت د صنایعوخونې مسولین  وایي چې په تیرو دوه میاشتو کې د هیواد څخه بهر د تالک ډبرود صادراتو پروسه بیا پیل شوې او په زرګونو ټنه تالک ډبره  له دغه ولایت څخه صادره شوې چې له مخې  یې شاوخوا سل میلیونه  افغانۍ عواید راټول شوي. .

په دغه ولایت کې دصنعت او سوداګرۍ چارو ریاست مسولین  وايي چې له څو کلونو راهیسې په دغه سکتورکې ۳۷ فابریکې فعالیت کوي د ننګرهار ولایت ۵ زره اوسیدونکو ته یې د کار زمینه برابره کړې. په دې برخه کې داړونده فابریکو مسولین وایي چې دغه  ډیری هند ، پاکستان ، تاجیکستان ، قزاقستان ، ازبکستان ، تایوان ، جرمني ، کولمبیا او سریلانکا ته صادریږي.

د یادونې وړ ده چې د دې ولایت په خوګیا ڼو ، شیرزاد او شینوارو ولسوالیو کې د تالک ډبرو کانونه شتون لري ، چې په کال کې زرګونه ټنه تالک ډبرې له دې کانونو څخه استخراج کیږي او بهر ته صادریږي. د یوې څیړنو له مخې ، دتالک ډبرو کانونه په کابل ، کندهار ، میدان وردګ ، لوګر ، کونړ ، خوست ، کاپیسا ، پروان او ننګرهار ولایتونو کې تثبیت  شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS