افغانستان کې د ترکيې سفیر سره دصنعت اوسوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۹:۱۰
افغانستان کې د ترکيې سفیر سره دصنعت اوسوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

سه‌شنبه: د تلۍ 6مه1400

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د ترکې سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د ترکیې سفیر ښاغلي عزیزي ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او نوموړي ته یې د بریا هیله وکړه.

ښاغلي سفیر زیاته کړه چې زموږ تاریخي اړیکو،کلتوري او مذهبي یووالی دواړو هیوادونه  د لانږدېوالي سبب ګرځیدلي دی.

ښاغلي ایرګینای وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په 2020 کال کې افغانستان ته د ۲۳۵ میلیونه ډالرپه ارزښت راکړه ورکړه ترسره شوې وه، او د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۱۶۷ میلیونه ډالروپه ارزښت  صادرات درلودل .

مګر ترکیې ته د افغانستان صادرات خورا لږ وه،. ترکیه غواړي د افغان توکو صادرات لوړ کړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري کچه کې توازن رامنځته شي، هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ د انډول یوازینۍ لار په کورنیو سرچینو پانګونه ده.

نوموړي د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ترکي شرکتونو دستونزو په حل کې همکاري وکړي او د پانګونې ډیر فرصتونه ورته برابر کړي.

ښاغلي سفیر یادونه وکړه چې ترکي پانګوال چمتو دي په افغانستان کې لا ډیره پانګونې وکړي ، لکه څرنګه  چې دوی په تیرو 20 کلونو کې د انرژۍ په ګډون په بیلابیلو برخو کې پانګونه کړې ده .

له بل پلوه ښاغلي نورالدین عزیزي له کډوالو سره د ترکیې د مرستو او له افغانستان سره د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د هغوی د فعال شتون له امله مننه وکړه.

 سرپرست وزیر د ارګینای د نیکونظرونو ستاینه وکړه ، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو برابرولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ دسوداګریزو اړیکو پر پیاوړي کولو یې ټینګار وکړ، زیاته يې کړه چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله ، د پانګوونې ډیری فرصتونه رامنځته شوي،پانګوال د نورو په پرتله دا فرصتونه ډیر ښه درک کوي.

موږ د سوداګرۍ او پانګوونې ساده کولو لپاره کار کوو ترڅو ملي او نړیوال پانګوال، په ځانګړي توګه د ملګري هیواد ترکیې پانګوال ، له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS