اروپايې هیوادونو سره پر سوداګریزو ناستو ټینګار

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۹:۱۷
اروپايې هیوادونو سره پر سوداګریزو ناستو ټینګار

چهارشنبه د غبرګولي۲۶مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلی نثار احمد غوریاني چې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ  د افغانستان - چک او سلواکیا هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې  په لومړۍ ناسته کې د ګډون لپاره ،د چک جمهوریت پراګ ته په سفر بوخت دی.

د چک جمهوریت په پراګ کې د افغانستان - چک او سلواکیا  هیوادونو دسوداګرۍ او پانګونې لومړۍ غونډه چې د افغانستان او دوه اروپایی هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې دفرصتونو د ارزونې په هکله جوړه شوي ده ،په دوهمه ورځ د چک او سلواکیا پانګوالو افغانستان کې د صنعت،معادنو،او کرهڼي په برخه کې د پانګونې سره  خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

د ازادۍ راډیو سره په مرکه کې، ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له بیلابیلو اروپایي هیوادونو سره د سوداګرۍ ،پانګوونې او اقتصادي همکاریو یو ګډه ناسته  جوړوي ترڅو  په بیلا بیلو سکتورونو کې افغانستان سره د هغوي سوداګریزي اړیکې پراخه او پانګونې ته يې وهڅوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په پراګ کې د افغاني محصولاتو لپاره د لوی بازار رامینځته  کیدلو خبر ورکړ،او وویل چې د دې بازار درامینځته کیدلو موخه ،د افغان سوداګرو او اروپایی هیوادونو ترمنځ په سوداګریزو چارو کې اسانتیاوې رامنځته کول ،بازارمونده او افغانې تولیداتو ته د اروپايې هیوادونو لاس رسي وبلل شو .

 ازادۍ راډیو د ښاغلي نثار احمد غوریاني په حواله لیکلي په تیرو دریو اونیو کې یې لسګونه فابریکې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت فعالې کړي او ۵۱ نورې فابریکې به په نږدي راتلونکې کې پرانستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS