د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي سپین بولدک کې د کډوالو وضعیت له نږدې ولید

reza_admin
Thu, Nov 23 2023 9:22 AM
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي سپین بولدک کې د کډوالو وضعیت له نږدې ولید

پنج شنبه مورخ ۹ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۲ لیندی ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزرات د سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي چې پکې د دې وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال او د راستنېدونکو سوداګرو لپاره د اسانتیا برابرولو کمېټې غړي هم  برخه وال دي، د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو وضعیت له نږدې ولید.

ښاغلي عزیزي له راستنېدونکو کډوالو سره د پوښاک په برخه کې زر کمپلې مرسته وکړه، چې کډوالو ته د مرستو وېشل کېدونکې کمېټې ته وسپارل شوې.

دوی د کډوالو د راستنېدو استقبال، روغتیایي خدمات او د خوراک او پوښاک په برخه کې د بوختو کمېټو هڅې او فعالیتونه له نږدې ولیدل.

یاد پلاوي چې پکې د راستنېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیا برابرولو کمېټې غړي هم مله دي له پاکستان سره پر کرښه د افغان سوداګرو په تېره بیا د سپین بولدک د سوداګرو د ترانزیت او تجارت اړوند ستونزو د حل ډاډ او بشپړ اطمینان ورکړ.

دې پلاوي کې راستنېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتياوو چمتو کولو کميټې غړو کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازی ښاغلی مولوي عبدالظاهر امین او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت استازی سید مطیع الله خلوتي هم ګډون لري.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS