دصنعت او سوداګرۍ وزارت درهبرۍ غونډه ترسره شوه

۱۲/۴/۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت درهبرۍ پلاوي غونډه ددغه وزارت دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار په مشرۍ ترسره او یوشمېر ریسانو،مشاورینواو امرینو پکې برخه واخیسته.
په دغه غونډه کې دصدراتو دملي تګلارې دپلي کېدو پر څرنګوالي، دسوداګریزو اتشو پر ستونزو، انتقالي بستونو، مراجعینو ته دځواب ویلو د الکترونیکي سیستم پر جوړولو، تصدیو او ولایاتو ته دمفتشینو په ګمارلو او نه ګمارلو ، په ځينو دکارکوونکو په قراردادونو او ځینو نورو مسایلو بحث ترسره شو.
دغونډې په اوږدو کې ریسانو خپل موضوعات په یوه لړ لیک کۍ وړاندې کړل چۍ په هر یوه یې ځانګړی بحث ترسره شواو اړونده پریکړې ترسره شوې.
دغونډې په پای کې ریسانو او مسولینو ته دنده وسپارل شوه چې دجمهوری ریاست او قتصادي عالی شورا دهدایتونو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.