د ترکیې هيواد له یو شمير ملي سوداګرو سره  لیدنه

anwar_admin
Sun, Feb 18 2024 11:09 AM
د ترکیې هيواد له یو شمير ملي سوداګرو سره  لیدنه

یکشنبه ۷ شعبان المعظم ۱۴۴۵/ ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲

یاده غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال  ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په مشرۍ د ترکیې هيواد د ملي سوداګرو په ګډون تر سره شوه.

 د ترکیې هيواد  سوداګرو په  افغانستان کې  دهوايي ډګرونو، برېښنا په توليد، صنعتي پارکونو او تجارتي ښارګوټو کې پانګونې لپاره خپل چمتوالي څرګند کړ.

ښاغلي جمال د دواړو هيوادونو په تجارتي اړيکو او د‌ هيواد‌ په خصوصي  او دولتي سکتورونو لکه هوایي ډګرونه، د برېښنا په توليد، صنعتي پارکونه او د تجارتي ښارګوټو په بيا رغونه کې د ترکيې هيواد ملي سوداګرو  ونډه اړينه وبلله زیاته يې کړه  داسې اړيکې د دواړو  هېوادونو ترمېنځ سوداګريزې اړيکې لا نورې  پياوړې کولای شي.

ښاغلي جمال زياته کړه،  تجارت او صنعت بايد د سياست ښکار نه شي، زموږ اقتصادي پاليسي له هر هيواد سره په اقتصادي موخو ولاړه ده، افغانستان له اسلامي هيوادنو سره تجارتي اړیکو ته ليواله دی، ډيرو اسلامي هيوادنو له افغانستان سره تجارتي اړیکې  له پخوا څخه زياتې ټينګې کړې دي او په افغانستان کې يې پانګونه هم کړې ده.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS