چین ته د هوايې دهلیز له لارې د افغان جلغوزو صادراتو بیا پیل

reza_admin
Mon, Nov 01 2021 10:48 AM
چین ته د هوايې دهلیز له لارې د افغان جلغوزو صادراتو بیا پیل

دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۴۰۰

د افغانستان د صادراتو پراختیا په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو په پایله کې، د افغانستان د جلغوزو ۴۵ ټنه کارګو د هوايې دهلیز له لارې د کام ایر هوايې شرکت په مټ چین ته ولیږدول شوه.

د کابل په نړیوال هوايې ډګر کې، په دی موخه په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان دولتي  لوړ پوړوچارواکو، د خصوصي سکتور استازو ،کورنیو او نړیوالو رسنیو ګډون درلود.

په پیل کې د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو پیل د خصوصي سکتور، د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د پکتیا ولایت اوسیدونکو لپاره چې د افغاني پروسې له لارې چین ته صادرېږي، یو ښه زیری وباله او د جلغوزو مجموعي ارزښت شاوخوا یو ملیارد امریکايې ډالره په ګوته کړ.

ورپسی د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي عزیزي د هېواد د سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي لوړتیا په برخه کې، د افغانستان اسلامي امارت او د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري د هغو فرصتونو یادونه وکړه، چې په راتلونکي کې به وړاندی کړی شي او زیاته یې کړه چې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې نه سپموي. او داچې دا وزارت د هېواد په اقتصادي پراختیا کې سوداګري یو بنسټیز او اړین فکتور بولي.

وروسته د پانګونې او سوداګرۍ خوني لومړي مرستیال ښاغلي مهمند د هوايې دهلیز له لارې د هېواد د صادراتو بیا پیل په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونې ترڅنګ، د جلغوزو سوداګرو او د کام ایر هوايې شرکت رول اړین وباله. زیاته یی کړه "دا ځل د هوایې دهلیز له لارې صادرات یواځې د افغان سوداګرو او د کام ایر هوايې شرکت په مالي لګښت ترسره کیږي، او هیڅ ډول بهرنۍ ملاتړ په کې شامل نه دی."

نوموړزی زیاته کړه چې  " جلغوزه د افغانستان د تورو زرو هغه زېرمه ده، چې ارزښت يې ميليونونه ډالره دى او د صادراتو له پيل سره د هېواد په بازارونو کې د يوه کيلو جلغوزې بيه ٥٠٠ افغانۍ لوړه شوې ده."

په پای کې د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ښاغلي ذبیح الله مجاهد د خصوصي سکتور ستونزو هواري په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS