چین ته د هوايې دهلیز له لارې د افغان جلغوزو صادراتو بیا پیل

دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۴۰۰
د افغانستان د صادراتو پراختیا په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو په پایله کې، د افغانستان د جلغوزو ۴۵ ټنه کارګو د هوايې دهلیز له لارې د کام ایر هوايې شرکت په مټ چین ته ولیږدول شوه.
د کابل په نړیوال هوايې ډګر کې، په دی موخه په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان دولتي لوړ پوړوچارواکو، د خصوصي سکتور استازو ،کورنیو او نړیوالو رسنیو ګډون درلود.
په پیل کې د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو پیل د خصوصي سکتور، د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د پکتیا ولایت اوسیدونکو لپاره چې د افغاني پروسې له لارې چین ته صادرېږي، یو ښه زیری وباله او د جلغوزو مجموعي ارزښت شاوخوا یو ملیارد امریکايې ډالره په ګوته کړ.
ورپسی د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي عزیزي د هېواد د سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي لوړتیا په برخه کې، د افغانستان اسلامي امارت او د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري د هغو فرصتونو یادونه وکړه، چې په راتلونکي کې به وړاندی کړی شي او زیاته یې کړه چې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې نه سپموي. او داچې دا وزارت د هېواد په اقتصادي پراختیا کې سوداګري یو بنسټیز او اړین فکتور بولي.
وروسته د پانګونې او سوداګرۍ خوني لومړي مرستیال ښاغلي مهمند د هوايې دهلیز له لارې د هېواد د صادراتو بیا پیل په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونې ترڅنګ، د جلغوزو سوداګرو او د کام ایر هوايې شرکت رول اړین وباله. زیاته یی کړه "دا ځل د هوایې دهلیز له لارې صادرات یواځې د افغان سوداګرو او د کام ایر هوايې شرکت په مالي لګښت ترسره کیږي، او هیڅ ډول بهرنۍ ملاتړ په کې شامل نه دی."
نوموړزی زیاته کړه چې " جلغوزه د افغانستان د تورو زرو هغه زېرمه ده، چې ارزښت يې ميليونونه ډالره دى او د صادراتو له پيل سره د هېواد په بازارونو کې د يوه کيلو جلغوزې بيه ٥٠٠ افغانۍ لوړه شوې ده."
په پای کې د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ښاغلي ذبیح الله مجاهد د خصوصي سکتور ستونزو هواري په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.