د افغان کارت شرکت مدیره هیئت غونډه تر سره شوه !

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۳ - ۱۰:۱۶
د افغان کارت شرکت مدیره هیئت غونډه

د افغان کارت شرکت مدیره هئت غونډه د صنعت او سوداګرۍ د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي په مشرۍ تر سره شوه. په دې غونډه کې چې د یاد شرکت مسئولینو، د پښتني بانک او مالیې وزارت استازو هم ګډون درلود، د شرکت د اوسني وضعیت،لاسته راوړنو،او ستونزو په اړه خبري وشوي اود حل لپاره يي وړ تصامیم ونیول شول. د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د شرکت د لاسته راوړنو او هڅو په اړه د وړاندې شوې راپور ستاینه وکړه، له حقیقي او حکمي کسانو څخه د قرضو راټولولو لپاره يي اړونده مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړي. همدا راز نوموړي د افغان کارت شرکت د تنخوا سیستم او مالي نظام له اصلاحاتو یادونه وکړه، ویې ویل:چې شرکت باید مالي نظام او د کارکوونکو تنخوا د مالي کال له پیل مخکې په معقول او ښه شکل برابره کړي.