تجارتي اتشې باید د صادراتو په لوړولو کې کلیدي رول ولوبوي؛

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۹:۵۸
تجارتي اتشې باید د صادراتو په لوړولو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ چارو معین ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي له تجارتي اتشو سره د ویدیو کنفرانس په لړ کې نن په ترکیې، سعودي عربستان او اماراتو کې د افغانستان له تجارتي اتشو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

پدې ویدیو کنفرانس کې اړوندو تجارتي اتشو سره له افغانستان سره د ترکیې، سعودي عربستان او اماراتو په تجارتي وضعیت، صادراتي او وارداتې اقلامو، افغانستان ته د بهرنیو پانګوالو په هڅونې، د تجارتي نندارتونو په جوړیدو او د صادراتو لوړلو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې.

ښاغلي عبدالرحیمزي یادو تجارتي اتشو ته لازم هدایت وکړ تر څو له اړوندو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د خصوصي سکټور لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.