د ځانګري اقتصادي زونونو ریاست سره ناسته

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۲:۴۲
د ځانګري اقتصادي زونونو ریاست سره ناسته

سه شنبه مورخ 14 شعبان المعظم 1444 / 16 کب 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوی قدرت الله جمال د ځانګري اقتصادي زونونو ریاست مسئوولینو او تخنیکي ټیم سره ناسته تر سره کړه.

په دي ناسته کې د ځانګري اقتصادي زونونو مسئوولین د اقتصادي زونونو د قوانینو، مقرراتو، فعالیتونو، په داخلي تولیداتو او اقتصادي فعالیتونو باندي د ځانګړي اقتصادي زونونو مثبت اغیز، د صادراتو د ودې په برخه کې د آسانتیاوې رامنځته کول، او کاري پرمختګونو په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د ځانګري اقتصادي زونونو له مسئوولینو څخه مننه وکړه او د الله جل جلاله له دربار څخه په چارو کې د لا بریاليتوب او پرمختګ غوښتوونکې شو، همدا راز ښاغلي جمال وویل د ا ا ا  مشرتابه او په ځانګري توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت موخه د هیواد د اقتصاد پراختیا، صنعت کارانو او سوداګرو  ته لازمي آسانتیاوې برابرول او ځان بسیاینه ته رسیدل دي، ښاغلي جمال زیاته کړه ټولو نړیوالو ته معلومه ده چې  اشغالګرو او یرغلګرو د اشغال په وخت  افغانستان کې پوځي اډې د جګرې او ورانۍ په موخه جوړې کړې وې، اما الحمد لله تاسو د دي عیني شاهدان یاست چې نن د ا ا ا مشرتابه د پوځی اډو څخه د ځانګړي اقتصادي زونونو په موخه کار اخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتو دپای غونډې په مراسمو کې وینا وکړه

یاد نندارتون چې دتیرې یکشنبې په ورځ پیل او تر یوې اونۍ یې دوام درلود نن شنبه دیوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسیده. ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې وويل موږ او تاسو باید له خپلو تولیداتو

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون د دریمې ورځې په دوام د داخلي شرکتونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه

BACK TO NEWS