د وچې مېوې او زعفرانو یوه لویه جوپه د ځمکې له لارې اروپا, کاناډا او اسټرالیا ته صادره شوه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۸:۲۰
د وچې مېوې او زعفرانو یوه لویه جوپه د ځمکې له لارې اروپا, کاناډا او اسټرالیا ته صادره شوه

شنبه مورخ ۲ جمادی الاول ۱۴۴۴ / ۵قوس ۱۴۰۱

په دې هدف جوړو شوو مراسمو کې د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال, د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګریزې خونې رئيس ښاغلي خان جان الکوزي, حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور استازو ګډون درلود.

د خپلې  وینا په ترڅ کې د سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي جمال د یادو توکو لیږد یو مهم پرمختګ وباله او ؤ يې ویل چې افغاني صادرات په نړیوالو بازارانو کې ځانګړی ارزښت لري. نوموړي د سوداګري وزارت په استازیتوب سوداګرو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

همدا رنګه ښاغلي جمال وویل چې د افغاني صادراتو یاده جوپه نه ړومبۍ ده او نه به وروستۍ شي بلکې دوام به پیدا کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه جوپه چې ۱۲۰ ټنه توکي لري به د ازبکستان, قازقستان او روسیه له لارې اروپا, کاناډا او اسټرالیا ته ولېږدول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS