د بوټ ګنډونکو سکتور له صنعتکارانو سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۸:۲۹
د بوټ ګنډونکو سکتور له صنعتکارانو سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه
شنبه دکب ۲ يمه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍوزير ښاغلي نثار احمد غورياني د بوټ ګنډونکو سکتور له صنعتکارانو سره سره وکتل او ددوی په وړاندې پر پرتو ستونزو او ننګونو يې خبرې وکړې
په دغه ليدنه کې دبوټ ګنډلو سکتور صنعتکارانو ځينو ستوزو ته لکه په قاچاقي ډول هېواد ته دبوټونو واردول, کورني توليد ته نه پاملرنه, دبوټ ګنډونکو سکتور صنعتکارانو ته نه پاملرنه, دبوټ ګنډلو فابريکو ته دامکاناتو نشتوالی او په دولتي قرار دادونو کې له وطني بوټانو څخه ګټه نه اخيستلو ته اشاره وکړه
دوی دصنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ سره ديادو ستونزو په شريکول سره وغوښتل چې په هېواد کې ددغه صنعت دپراختيا په موخه ددوی ترڅنګ ودريږي
ښاغلي غورياني له دغه سکتور څخه دملاتړ تر څنګ ژمنه وکړه چې په هېواد کې دننه ددغې سکتور ستونزو ته به پر وخت رسيدګي وکړي
ښاغلي غورياني زياته کړه چې له دولتي نهادونو سره به هم په دې اړه خبرې وکړي چې له وطني بوټانو څخه ګټه واخلي او له کورنيو فابريکو څخه يې وپيري.
اوس په هېواد کې دبوټ ګنډلو ۶۵۰ فابريکې فعاليت کوي چې ټولټال ۳۰ ميليونه جوړې بوټان په يوه کال کې توليدوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS