د هیواد په صنعتي پارکونو کې ۵۱ شرکتونو ته د ځمکې ویش

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۹:۲۴
د هیواد په صنعتي پارکونو کې ۵۱ شرکتونو ته د ځمکې ویش

شنبه:د چنګاښ۵مه ۱۴۰۰

 د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت  د صنعت او سوداګرۍ وزارت ،د ولسمشرۍ د دفتر د پانګونې داسانتیاواحد، د ښار جوړونې او ځمکو، کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارتونو،د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې سره په همغږۍ ۵۱ شرکتونو ته چې د دې وزارت اړونده صنعتي  پارکونو کي یې دځمکې غوښتنه کړی د پانګونې دجذب په موخه ځمکه ویشي.

د هیواد په  صنعتي پارکونو کې ۵۱ شرکتونو ته د ځمکې دویش دبیاکتنې کمیټې دریمه ناسته چې د ولسمشرۍ د چارو د اداري دپانګوونې د اسانتیا واحد په ریاست کې جوړه شوي وه، په دې ناسته کې د ځمکې د ویش معیارونو او په صنعتي پارکونو کې ۵۱ شرکتونو ته د ځمکې ویش د څرنګوالي په اړه  بحث وشو.

په صنعتي پارکونو کې د دې ۵۱ شرکتونو د ځمکې غوښتنې سندونه د صنعتي پارکونو عمومي ریاست کې، ښار جوړولو او ځمکې وزارت ، اقتصاد وزارت ، مالیې وزارت او افغانستان بریښنا شرکت او سکتوري خونو د استازو په ګډون په څو غونډو کې څیړل شوي دی.

اوس شرکتونو ته د ځمکې دویش د څیړنې کمیتي په دریمه ناسته کې د ځمکې ویش چاري پای ته نږدي شوي دي او په نږدي راتلونکې کې به اړونده شرکتونو ته دځمکې ویش پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت د هیواد په ۸ ولایاتو کې صنعت کارانو او پانګوالو ته ځمکي د ویش لپاره چمتو کړي،چې ځمکو ته اړ شرکتونه کولای شي سکتوری خونو او دې وزارت ته د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره په صنعتي پارکونو کې ځمکه ترلاسه کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS