د خصوصي سکتور پراختیا (پرایسک) داجرایوي کمیټې د څلورمې کاري ډلې شپږمه ناسته

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۸:۵
د خصوصي سکتور پراختیا (پرایسک) داجرایوي کمیټې د څلورمې کاري ډلې شپږمه ناسته

شنبه: د غوايې(ثور)۴مه ۱۴۰۰

د خصوصي سکتور پراختیا (پر ایسک)د اجرایوي کمیټې د څلورمې کاري ډلې شپږمه ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ چې ،په دې کمیتې کې د شاملو دولتي ارګانونو او خصوصي سکتور استازو په ګډون د عبدالمجید زابلي د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونوعمومي رییس محسن سادات او د خصوصي سکتور پراختیا د اجراییوي کمیټې  د مالي پراختیا ، سوداګرۍ او خصوصي سکتور رییس مهناز انوري په شتون کې پیل او د (د بیټریودپلیټونو د سکتور په پروسس، د بیټریو تولید ، زړو ټایرونو او او پلاستیک) په هکله تحلیل د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا وړاندې او یادو مواردو باندې په جزیاتو سره بحث وشو

د دې سکتورپروړاندې ننګونې د خامو موادو نشتوالی ، د کورني بازار نشتون، د اړتیا وړ بریښنا نشتوالی، د معیاري اسټنډر نشتوالی او په یاد  سکتورکې د یوې  اتحاديې نشتوالی دی.

 دېادو ننګونو د حل په موخه  د دولتي ادارو څخه د خامو موادو راټولولو لپاره ځانګړي میکانیزم رامینځته کول، ګاونډیو هیوادونو ته د یادو خامو موادو قاچاق مخنیوی ، د تولید شويو محصولاتو لپاره بازارموندنه، د بریښنا برابرول ، او د یاد سکتور لپاره اتحادیې رامینځته کول شامل دي.

د خصوصي سکتور پراختیا (پرایسک) داجرایوي کمیټې څلورم کاري ګروپ  د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د سوداګرۍ اسانتیا او صنعت پراختیا برخو کې کار کوي چې د اقتصاد وزارت ، د صنعت او کانونو خونه ، ملي احصایې او معلوماتو اداره، د مالیې وزارت ، د همغږۍ پروژه د غالیو صادراتو  د ټولنې د همغږۍ پروژه، د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونه ، او د هټۍ والو او کسبګرو خونه د دې کاري کمیټې غړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS