د اوکراین د اقتصادي پراختیا ، سوداګرۍ او کرنې له وزیر سره د افغانستان د دولتي اوخصوصي سکتور پلاوي ناسته

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۷:۲۹
د اوکراین د اقتصادي پراختیا ، سوداګرۍ او کرنې له وزیر سره د افغانستان د دولتي اوخصوصي سکتور پلاوي ناسته
یک‌شنبه : دکب ۲۴مه ۱۳۹۹
د صنعت سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني ، چې د افغانستان د حکومت او خصوصي سکتور د پلاوي په مشرۍ اوکراین هېواد ته سفر کړی، د دغه هېواد د اقتصادي پراختیا ، سوداګرۍ او کرنې له وزیر ښاغلي پترشکو اهور سره وکتل او دسوداګرۍ پراختیا ، اقتصادي همکاریواو کرنې پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي غوریاني وویل چې د اوکراین جمهوریت ته د افغان حکومت او خصوصي سکتور د پلاوي د سفر موخه دا وه چې د افغانستان - اوکراین د حکومتونو ترمنځ د ګډ کمیسیون دوهمه ناسته کې برخه واخلي او د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي ، سوداګرۍ او کرهنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړئ.
ښاغلي غوریاني له یاد هېواد سره د سوداګرۍ د زیاتوالي ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې ډیر فرصتونه شتون لري او اوکرایني پانګه وال کولی شي په دې برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې دویدځل په هوکړه لیک کې د سیمه ییز ادغام او سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا مسله شامله ده او اوکراین د وریښمولارې د نښلو سره خپله خوښي ښودلې ده.
په غونډه کې ، د اوکراین جمهوریت د اقتصادي پراختیا ، سوداګرۍ او کرنې وزیر پیتریشکو اهور خپل هیواد ته د افغان حکومت او خصوصي سکتور پلاوي د سفر هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د اوکراین حکومت هم غواړي چې له افغانستان سره دوه اړخیزې همکارۍ پراخه کړي.
ښاغلي اهور زیاته کړه چې د اوکراین - افغانستان د بین الحکومتي کمیسیون د لومړۍ او دوهمې ناستې ترسره کول د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي ، کرنیزې ، صنعتي او سوداګرۍ ترانزیت همکارۍ د پراختیا لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پیل دی.
د غونډې په پای کې ، دواړو لورو د افغانستان - اوکراین د حکومتونو ترمنځ د ګډ کمیسیون د دوهمې ناستې د هوکړه لیک د پلي کیدو په اړه خبرې وکړې ، چې د دواړو هیوادونو د پلاوو د مشرانو ترمنځ لاسلیک شو.
دوی د دواړوهیواد ونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو راتلونکي مثبته او اغیزمنه وارزوله.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS