د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سودګرۍ سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په سفر روان شو

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۴۲
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سودګرۍ سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په سفر روان شو

چهارشنبه 18 شوال المکرم 1446 / 27 وري 1404

د صنعت او سودګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نور الدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ چې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، د چارو د ادارې د لوی ریاست اړوند د پانګونې د آسانتیا ریاست او د بهرنیو چارو،مالیې، د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو، ترانسپورت او هوایي چلند، کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او همدارنګه د کرهنیزو تولیداتو، سوداګرۍ او پانګونې خونو استازي هم پکې ګډون لري، نن چهارشنبه ( د وري ۲۷مه)، د پاکستان هېواد ته په سفر ولاړ.

ددې سفر موخه د دواړو هېوادو د سوداګرۍ،ترانزیت او لېږد رالېږد په لاره کې د پرتو خنډونو څېړل او لیري کول او په پاکستان کې د پرتو افغان مهاجرینو په وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې ښودل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

BACK TO NEWS