په پاکستان کې د سوداګریزو او ترانزیي ستونزو د بیاکتنې لپاره تعقیبي ناسته ترسره شوه!
۱۳۹۹/۶/۳۰
د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمر داوودزي او د سوداګرۍ، پانګونې د خونې مرستیال او ملي سوداګر ښاغلي خانجان الکوزي سره تیره ورځ غونډه ترسره شوي وه په ادامه يې نن د صنعت او سوداګرۍ سرپرست معین عبدالکریم ملکیار په مشرۍ تعقیي غونډه د نوموړي کاري دفتر کې ترسره شوه.
پدې ناسته کې په پاکستان کې د افغانستان سوداګرو په وړاندې شته ستونزې او ننګونو لیست ترتیب شو.
ټاکل شوې د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی به د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسئولینو په مرسته د نوموړي هیواد لوړپوړو چاروکو سره ځانګړی لیست پر اساس خبرې وکړي.
