د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

anwar_admin
Thu, Jan 22 2026 12:12 PM
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه، 3 شعبان المعظم 1447 / 2 دلو 1404

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو BEXIMCO Pharmaceuticals Ltd او RENATA PLC څخه لیدنه وکړه. یادې فابریکې د بنګله‌دېش د پرمختللو تولیدي شرکتونو له ډلې څخه دي، چې خپل درمل شاوخوا ۵۰ هېوادونو ته صادروي.

په دې لیدنه کې مولوي احمدالله زاهد د بنګله‌دېش د درملو صنعت کارانو ته بلنه ورکړه، تر څو په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې بشپړ امنیت تأمین شوی، اسلامي امارت د صنعت او تولید ملاتړ کوي، او د پانګونې لپاره هر ډول لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

همدارنګه، د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ښاغلي ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د بنګله‌دېش د درملو صنعت کارانو ته د عامې روغتیا وزارت د نافذه قوانینو له مخې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

مولوي احمدالله زاهد له یادو فابریکو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې افغان سوداګرو هم ورسره ملتیا کوله. د دې لیدنې په ترڅ کې افغان سوداګرو د بنګله‌دېش د درملو له تولیدي فابریکو سره د مستقیمو قراردادونو پر لاسلیک او افغانستان ته د بنګله‌دېش څخه د درملو د واردولو پر موضوع توافق وکړ.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS