د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

anwar_admin
Wed, Jul 23 2025 2:42 PM
د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

چهارشنبه27 محرم الحرام 1447 / 1 اسد 1404

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال جواد پاول او مل ټیم سره په اسلام‌اباد کې دوه ورځنۍ رسمي ناستې ترسره کړې.

 په پایله کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د افغانستان څلور زراعتي محصولات (انګور، مڼه، انار او بانجان رومي) به پاکستان ته د ترجیحي تعرفې لاندې صادر شي، او په مقابل کې به د پاکستان څلور محصولات (کیله، ام، کچالو او کینو) افغانستان ته د ترجیحي تعرفې سره واردېږي.

یاده هوکړه به د یو کال لپاره عملي وي او د اړینو ارزونو له مخې، د دواړو هېوادونو په مشوره تمدیدېدای او نور اقلام ور اضافه کیدای شي.

همداراز، د ترانزیټ اسانتیاوو، تخنیکي ټیمونو جوړولو او د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې هم رغنده تفاهم رامنځته شو.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS