په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

anwar_admin
Mon, Jul 07 2025 8:49 AM
په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

پنجشنبه 7 محرم الحرام 1447 / 12 چنګاښ 1404

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار پرې پيل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلی مولوي احمدالله زاهد، د هرات ولایت د سفر په ترڅ کې د صنعتي ځمکو د وېش په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ. دا مراسم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورې د هېواد د اقتصادي ودې، صنعتي پراختیا، او پانګونې د جذبولو په موخه تنظیم شوي وو.

په یادو مراسمو کې، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له منظوري وروسته، د هېواد یو شمېر مخکښو صنعتکارانو ته په رسمي ډول د صنعتي ځمکو سندونه ووېشل شول، ترڅو د هېواد په صنعتي کولو، د وارداتو کمولو، او د صادراتو زیاتوالي کې عملي ګامونه پورته شي.

د غونډې په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د مالیې وزارت مرستیال محترم احمد حاجي، د هرات والي صاحب، د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشران او یو شمېر ملي سوداګرو پراخ ګډون کړی و.

محترم مولوي احمدالله زاهد په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې صنعت د هېواد د اقتصادي ثبات، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، او د ملي عوایدو د زیاتوالي اساسي بنسټ دی. نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د صنعتکارانو ملاتړ ته ژمن دی او د صنعتي ځمکو منظم ویش د دې ژمنتیا یوه ښکاره بېلګه ده.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: "موږ باید افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه صادراتي هېواد ته بدل کړو، او دا کار یوازې د صنعت، تولید او کورنۍ پانګونې له لارې ممکن دی. د مهاجرینو او بې‌وزلو هېوادوالو ملاتړ زموږ ملي وجیبه ده، او پانګوالو ته ډاډ ورکول کېږي چې د پانګونې لپاره ټول شرایط برابر دي. موږ له ټولو ملي پانګوالو غوښتنه کوو چې په هېواد کې پانګونه وکړي او د ځان تر څنګ خپلو خلکو ته هم د کار زمینه برابره کړي."

د غونډې ګډونوالو له دغه ملي اقدام او د صنعتي ځمکو د عادلانه وېش له پروسې خوښي وښوده، او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره به خپل ټول توان کاروي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS