د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

دوشنبه، 29 رجب المرجب 1447/ 29 جدی 1404

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن سره وکتل.

د غونډې په پیل کې د کوربه هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن د اسلامي امارت د پلاوي تود هر کلی و کړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه یې خوښي څرګنده کړه. وروسته دواړو لورو د سوداگریزو تفاهمنامو په لاسلیک،  بانکي اسانتیاوو، افغان توکو ته د ترجیحي تعرفې پر ور کړه، د سوداګریز حجم په زیاتوالي او افغانستان ته د ادویه جاتو او ټوکرانو پر واردولو  هر اړخیز بحث و کړ چې په پایله کې په کابل او ډهاکه کې د ګډو نندارتونونو پر دائیرولو، په دواړو هیوداونو کې د سوداګریزې اتاشې پر معرفې کولو، او د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو په موخه دګډي کمیټې په ایجاد هوکړه و شوه.

دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د افغانستان او بنګله‌دیش ترمنځ موجود سوداګریز فرصتونه کولای شي د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره ښه زمینه برابره کړي، او په راتلونکي کې د ګډو همکاریو د دوام په اړه یې کابل او ډهاکه کې د ورته ناستو دوام ته خپل چمتووالی څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

افتتاح نمایشگاه محصولات و تولیدات داخلی در ولایت فراه

نمایشگاه محصولات و تولیدات داخلی ولایت فراه با حضور محترم ملا محمدحافظ مجاهد، والی این ولایت، شمس‌الحق حافظ اجمل، رئیس صنعت و تجارت، مسئولان محلی، تاجران و صنعت‌کاران

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۱۳
Background image

جلسه رهبری هیئت تنظیم ایجاد تسهیلات برای تاجران و صنعت‌کاران عودت‌کننده برگزار گردید

جلسه رهبری هیئت تنظیم و ایجاد تسهیلات برای تاجران و صنعت‌کاران عودت‌کننده تحت نظر محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت با اشتراک اعضای این

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

ابلاغ هدایت عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله و تعالی در قسمت جلوگیری از احتکار و منع گران‌فروشی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت در جلسۀ مشترک با جمعی از اعضای رهبری اتاقهای سکتوری و روئسای اصناف مختلف شهرکابل ضمن بحث و

BACK TO NEWS