په ننګرهار کې د افغان تولید  درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۴:۳۸
په ننګرهار کې د افغان تولید  درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

سه شنبه۱۵ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۲۷ لینډی ۱۴۰۳

د صنعت او سودګرۍ وزارت د نندارتونو ریاست په ابتکار او د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ د سیکارام احمدي شرکت لخوا د جلال اباد ښار عیدګاه جومات ته څېرمه په پاچا خان مرکز کې د افغان تولید درې ورځنی نندارتون، نن سې شنبه د لیندۍ ۲۷ مه، د يوې سترې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

د نندارتون پنه پرانیست غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی، د هغه ولایت د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو رئیسانو او مسؤلینو، د سیکارام احمدي شرکت چارواکیو،د اکشن ایډ نړېوالې موسسې مسوولینو، ګڼ شمېر پانګه والو او د خصوصي سکتور مسؤلینو او صنعتکارانو برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ رئیس الحاج سید عبدالبصیر پاچا ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د اسلام مبارک دین په رڼا کې د نندارتون دجوړیدو پر اهمیت او پس منظر رڼا واچوله او د داسې نندارتونونو جوړویدل یې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره یو ښه فرصت وګڼلو.

په یاده غونډه کې همدرانګه د ننګرهار ولایت مرستیال والي محترم  مولوي عزیز الله مصطفی پر ټولو هغه شتمنو او پانګه والو غږ وکړ، تر څو په هېواد کې له ډاډمن امنیت څخه په استفادې راشي او په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.

د ننګرهار ولایت مرستیال وویل چې د صنعتکارانو او سوداګرو د ستونزو د شریکولو لپاره د ننګرهار ولایت مقام او ټولې دولتي ادارې تل د دوی په چوپړ کې دي او هر وخت کولای شي خپلې ستونزی د صنعت او سوداګری ریاست سره په همغږۍ له مونږ سره شریکې کړي.

په یاده غونډه کې همدارنګه د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیتی چارو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز هم خبرې وکړې او پر نوموړي سربېره پدی غونډ ه کې د ننګرهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رئیس ولی محمد محسن، د سیکارام احمدي شرکت رییس، د علماوو شورا رییس، د اکشن ایډ موسسې مسوول، د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ خونې رییس ،د سوداګرۍ او پانګونې خونې،صنایعو او معادنو خونې او د ختیځ زون د غالۍ اوبدونکو اتحادیې مسولینو لنډې خبری وکړې.

د چاراکیو تر ویناوو وروسته د ننګرهار مرستیال والي او نورو مسؤلینو له لوري د نندارتون رسماً پرانسته وشوه او ټولو مشرانو په ګډه د داخلي تولیداتو څخه لیدنه وکړه. په دغه نندارتون کې بېلابېل توکي په ۱۰۰ غرفو کې د دریو ورځو په مخه نندارې ته اېښودل شوې دي، چې ۵۰ غرفې یې یوازې تازه او وچو میوو ته ځانګړې شوې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

افتتاح نمایشگاه محصولات و تولیدات داخلی در ولایت فراه

نمایشگاه محصولات و تولیدات داخلی ولایت فراه با حضور محترم ملا محمدحافظ مجاهد، والی این ولایت، شمس‌الحق حافظ اجمل، رئیس صنعت و تجارت، مسئولان محلی، تاجران و صنعت‌کاران

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۱۳
Background image

جلسه رهبری هیئت تنظیم ایجاد تسهیلات برای تاجران و صنعت‌کاران عودت‌کننده برگزار گردید

جلسه رهبری هیئت تنظیم و ایجاد تسهیلات برای تاجران و صنعت‌کاران عودت‌کننده تحت نظر محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت با اشتراک اعضای این

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

ابلاغ هدایت عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله و تعالی در قسمت جلوگیری از احتکار و منع گران‌فروشی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت در جلسۀ مشترک با جمعی از اعضای رهبری اتاقهای سکتوری و روئسای اصناف مختلف شهرکابل ضمن بحث و

BACK TO NEWS