د سوداګريزو توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز د جوړولو په موخه د کرنې او د صنعت او  سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ځمکې لېږد ټړون لاسلیک شو

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۸:۵۰
د سوداګريزو توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز د جوړولو په موخه د کرنې او د صنعت او  سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ځمکې لېږد ټړون لاسلیک شو

پنجشنبه ۴ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۱۸  زمری ۱۴۰۳

په دې ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش رياست کې جوړه شوې وه د ځمکو د انتقال او وېش رئیس مولوي سید محمد سعید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو چارو رئيس احسان الله فطرت ګډون درلود.

دغه ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست د (۲۶۷) ګنې د ۳/۱۱/۱۴۴۵ نېټې او د (۷۳) ګنې د ۱۳/۴/۱۴۴۵ نېټې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۵۸۷۶) ګنې د ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوه.

د یادې ځمکې لېږد ټړون ننګرهار ولايت رودات ولسوالۍ او پکتيا ولايت مرکز کې سل سل جريبه ځمکه باندې د سوداګريزو توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز د جوړولو په موخه د ځمکو د انتقال او وېش رئيس مولوي سيد محمد سعيد او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو چارو رئيس احسان الله فطرت تر منځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

برگزاری نخستین جلسه گروپ کاری افغان – قرغیز

نخستین جلسه گروپ کاری افغان – قرغیز با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان و محترم بکیت صدیکوف، وزیر اقتصاد

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۴۴
Background image

کنفرانس تواصل تجاری افغان - قرغیز برگزار شد

کنفرانس تواصل تجاری افغان - قرغیز در حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان و محترم بکیت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۲۳
Background image

نشست دوجانبه میان وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان و وزیر اقتصاد و تجارت جمهوری قرغیزستان

نشست دوجانبه‌ای میان محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان و محترم بکیت صدیکوف، وزیر اقتصاد و تجارت جمهوری

BACK TO NEWS