د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

anwar_admin
Sun, Feb 01 2026 8:44 PM
د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

یکشنبه، 13 شعبان المعظم 1447 / 12 دلو 1404

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي دری ورځینی نندارتون د هلمند مرستیال والي، مولوي محمدنبي حماس له خوا پرانستل شو .

د غونډې د پرانیستونکې د هلمند مرستیال والي، مولوي محمدنبي حماس ګډونوالو ته د هرکلي ترڅنګ د نندارتون د بریالیتوب لپاره خپلې هیلې څرګندې کړې.

د دی نندارتون موخه د هېواد د صنعت ظرفیتونو په ښودلو، د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د سوداګریزو فرصتونو د لا پراخولو لپاره د مثبتې فضا رامنځته کول دي.

په دې نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي موادو، درملو او ساختماني موادو په برخه کې نږدې پنځوس ډوله توکو غرفې فعاله وې چې د کابل، مزارشریف، هرات، کندهار، پکتیکا او نورو ولایتونو صنعتکارانو پکې برخه اخیستې ده.

ګډونوالو د خپلو تولیداتو ځانګړتیاوې، ظرفیتونه او د سوداګرۍ فرصتونه نندارې ته وړاندې کړل.

تمه کېږي چې دا نندارتون به د اقتصادي ودې، د پانګوونې د فرصتونو د لا زیاتوالي، او د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS