د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د وچې مېوې سوداګرو سره وکتل

anwar_admin
Sun, May 18 2025 9:23 AM
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د وچې مېوې سوداګرو سره وکتل

یکشنبه 20 ذوالقعدةالحرام 1446 / 28 ثور 1404

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د وچې مېوې یو شمېر صادروونکو سوداګرو سره وکتل. په دې لیدنه کې سوداګرو خپلې ستونزې له ښاغلي زاهد سره شریکې کړې.

ښاغلي زاهد سوداګرو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې صادرات د یو هېواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري. نوموړي وویل چې د صادراتو په برخه کې که هر ډول ستونزې او ننګونې وي، سوداګر کولای شي دا ستونزې له اړوندو مراجعو، په ځانګړي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په آزاده توګه شریکې کړي. هغه ډاډ ورکړ چې وزارت به د دغو ستونزو د ژر حل لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي زاهد وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی چین ته سفر وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د دې سفر پر مهال به د وچې مېوې د صادراتو په برخه کې موجودې ستونزې او ننګونې له چینایي چارواکو سره وڅېړل شي او د حل لارې به ورته ولټول شي.

ښاغلي زاهد د صادراتي توکو پر معیاري کولو او کیفیت ټینګار وکړ. نوموړي سوداګرو ته لارښوونه وکړه چې د صادراتو د کیفیت په لوړولو سره به زموږ د صادراتو ګراف لوړ شي او زموږ توکي به په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی حیثیت ومومي.

سوداګرو په دې ناسته کې د پروسس او بسته بندۍ لپاره د ځمکې غوښتنه وکړه. په ځواب کې، ښاغلي زاهد هغوی ته ډاډ ورکړ چې دوی ته به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د منظور شوي قانون سره سم ځمکه توزیع شي.

شاغلی زاهد هغوی ته وویل چې د صنعت کارانو او سوداګرو پر مخ د وزارت دروازې تل خلاصې دي، او دوی کولای شي هر وخت خپلې ستونزې له وزارت سره شریکې کړي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS