بي بي خدبچه الکبرا نندارتون د ۷۸ تړونونو په لاسلیکولو سره پای ته ورسېد

reza_admin
Tue, Nov 21 2023 8:39 AM
بي بي خدبچه الکبرا نندارتون د ۷۸ تړونونو په لاسلیکولو سره پای ته ورسېد

دو‌شنبه مورخ 6 جمادی الاول 1445 / 29 لړم 1402

دغه مراسم په همدې موخه د افغانستان د ملي او نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې ترسره شول.

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ عمومي رئیس محترم محمد زبیر دین پرور وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره افغان ښځو ته دهغوې  حقوق په حقیقي او دیني بڼه ورکړل شوي دي

هغه دغه نندارتون د هېواد په تاريخ کې بې ساري وباله او زياته يې کړه: دا د افغانستان په تاريخ کې د ښځو لپاره لومړى ځانګړى نندارتون دى.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس محترم محمدقابیل عابد د دغه ډول نندارتون جوړول د هېواد د ښځو لپاره ګټور وباله او زیاته یې کړه: د افغانستان د صنعت  د ودې او پراختیا لپاره هیڅ ډول هڅې نه سپموي.

  دغه راز د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشرې آغلې سلما يوسفزۍ د دغو مراسمو په څنډه کې د بي بي خدیجه الکبرا (رض) د نندارتون لاسته راوړنې په دې ډول يادې کړې: د ٧٨ قراردادونو لاسليکول، د ولایاتو  ترمنځ دسوداګریز تړوناو د هېواد  د ښځینه متشبثینو ترمنځ د سوداګریزو تجربو تبادله، د معیارونو د لوړولو په موخه د ښځو لپاره د تولید او بازار موندنې روزنه او د هېواد په ولایتونو کې د متشبثو مېرمنو د ستونزو د حل په موخه د یوه کمېسیون رامنځته کول دیاد ننداتون عمده لاسته راوړنې وبللې..

همدارنګه د ښځینه متشبثینو ، کار او ټولنیزو چارو محترم وزارت ، د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو محترم وزارت او په نږدې راتلونکي کې د هوټلدارانو د اتحادیې ترمنځ په نږدې راتلونکې کې د هوکړه لیک په هکله خبر ورکړ.

د بي بي خدیجه کبرا رض د نندارتون د مراسمو په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او امنیتي سکتور یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ته د دغه نندارتون د ترسره کولو، خبری پوښښ اود غوره امنیت د تامین له کبله ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS