د پروان ولایت سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره ولیدل

reza_admin
Mon, Nov 13 2023 10:17 AM
د پروان ولایت سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره ولیدل

دو شنبه مورخ 29 ربیع الثانی 1445 / 22 لړم ۱۴۰۲

 د پروان ولایت یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.

صنعتکارانو چې د پروان ولایت د سوداګرۍ رئیس ښاغلي قاري راز محمد یاسر یې هم ملتیا کوله د خبرو په ترڅ کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت مشرتابه ته وړاندې کړل.

هغه وویل د نویو فابریکو لپاره صنعت کاران د ځمکو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي چې د وزارت له مشرتابه يې د حل هیله لري.

دوی همدا رنګه فابریکو لپاره د برېښنا کمښت د یوې بلې مهمې ستونزې په ډول یاده کړه.

د یاد وزارت مرستیال ښاغلي جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو ستونزواړوند وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ستونزو درک او حل ته ژمن دی.

 نوموړي زیاته کړه چې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش موضوع د وزارت په لومړیتوبونو کې ده او هڅه دا ده چې ژر حل شي.

Latest news

Sun, Feb 11 2024 9:01 AM
Background image

Mr.Azizi meets Kazakhstan’s ambassador

MOIC’s acting minister, Mr. Nooruddin Azizi held meeting with Mr Alim Khan Yasin Gildiv, Kazakh ambassador to Afghanistan

Sat, Feb 10 2024 4:07 PM
Background image

MOIC acting Minister Discusses trade Affairs with Russian president’s advisor

Mr. Nooruddin Azizi, acting Minister of industry and Commerce held a Detailed Meeting with Ruslan Edilgeruv, advisor to President of Russian Federation

Sun, Jan 28 2024 3:09 PM
Background image

Alhaj Azizi meets Turkish envoy

Acting minister of Industry and Commerce, Alhaj Noor Uddin Azizi discussed bilateral trade affairs with Turkish envoy Mr.

BACK TO NEWS

Quick Links