د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ په دوه اړخیزه غونډه کې د څه دپاسه سل میلیونو ډالرو په ارزښت د تړونونو د لاسلیک اعلان

reza_admin
Wed, Aug 23 2023 11:01 AM
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ په دوه اړخیزه غونډه کې د څه دپاسه سل میلیونو ډالرو په ارزښت د تړونونو د لاسلیک اعلان

پنج شنبه مورخ ۱۶محرم ۱۴۴۵ / ۱۲زمری ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ او د قزاقستان جمهوری هیواد چارواکو تر منځ د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزارت وزیر په ګډون رسمي دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د غونډو پایلو او د قزاق-افغان  نندارتون د ترسره کولو، د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کیدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکدارۍ، د اوبو لګولو د مدیریت او د اوبو د ساتنې په برخه کې د نویو تکنالوژی په اړه . د اقينې او تورغندي په بندرونو کې د لوژستيکي مرکزونو، په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه، درې اړخيزه ترانزيت، د توکو د لېږد لګښت او د ترانسپورت په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو او په مجموع کې د سوداګرۍ د کچې پر زياتوالي، پانګونې او د تړونونو د لاسليکولو په اړه خبرې اترې وشوې

په دې ناسته کې اعلان وشو چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د څه باندې سل میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ناسته د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته ترسره شوه.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS